انصار:( د تله ۲۰مه) په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو د وروستیو زلزلو له امله د سلما بند د زیانمنیدو خبرونه رد کړل.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سیمه ییز مشر مولوي احمد الله متقي رسنیو ته ویلي، چې د زلزلې وروستیو ټکانونو سلما بند ته کوم تاوان نه دی رسولی. سرچینې په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې اساسه ګڼلي دي.
هغه په عین حال کې له خلکو غوښتي، چې کرار دې وي او د بې ځایه تبلیغاتو هدف ونه ګرځي.
په هرات کې د تېرې شنبې ورځې د مرګونې زلزلې په دوام له څو ورځو راهیسې بیا دغه ولایت کې د زلزلو ټکانونه محسوس شوي.
پرون چارشنبه له دې امله د یوه تن د مړینې او یو نیم سل نورو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی و.
په ورته وخت کې ویل کیږي، چې دا ډول ټکانونه د هرات په ګاونډ فراه ولایت کې هم محسوس شوي دي.
د فراه ځایي چارواکو له دې امله د ښوونځیو د رخصتولو خبر هم ورکړی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27672